۰

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بندولو غوښتنه کړې ده

یکشنبه ۱۲ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۴
د بشري حقونو او کډوالو د حقونو یو شمېر سازمانونو او ادارو د پاکستان حکومت ته یو پرانیستی لیک لیکلی دی چې پکې د افغان کډوالو د جبري ایستلو د پروسې د بندولو غوښتنه شوې ده.
د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بندولو غوښتنه کړې ده
د بشري حقونو او کډوالو د حقونو یو شمېر سازمانونو او ادارو د پاکستان حکومت ته یو پرانیستی لیک لیکلی دی چې پکې د افغان کډوالو د جبري ایستلو د پروسې د بندولو غوښتنه شوې ده.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د بشري حقونو د ادارو او سازمانونو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) د پاکستان حکومت ته یو پرانیستی لیک لیکلی چې پکې ویل شوي چې د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو قوانینو، د دوی د اساسي حقونو او د هیواد د مکلفیتونو خلاف دي، او دا پروسه باید ودرول شي.

په لیک کې راغلي دي: "ډیری افغان نارینه او ښځینه، په ځانګړې توګه د بشري حقونو مدافعین او فعالین، د تاوتریخوالي، ځورونې، سیاسي ځپلو او ناموسي وژنو له امله له افغانستان څخه تښتیدلي دي."

سازمانونو ویلي چې جبري مهاجرت، توقیف، د ویزې لوړ فیسونه، او د کډوالو ډله ایز اخراج هیواد تر سخت فشار لاندې راوستی دی.

د یادونې وړ ده چې پاکستان هغو کډوالو ته چې په لویدیځو هیوادونو کې د بیا میشتیدنې په تمه دي د روان کال د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی چې له هیواده ووځي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي