طبیعي پېښو نیم میلیون افغانان د کورونو پرېښودو ته اړ کړي

12 حوت 1403 ساعت 9:16

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، اقلیمي خطرونو تېرکال د افغانستان په کچه نهه میلیونه خلک اغېزمن کړي او په خبره یې سېلابونو، وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو نیم میلیون افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د دغه سازمان مشرې مې هیونګ پارک زیاته کړې، موندنې یې ښیي چې څه باندې یوولس میلیونه خلک لا هم د اقلیمي اغېزو له خطرونو سره مخ دي.

د هغې په خبره، د افغانستان په شپیته زره کلیو کې یې په همدې اړه یوه سروې کړې چې ښیي، نوي سلنې کلي بېړنیو خدماتو ته لاسرسی او نږدې سل سلنې یې طبیعي پېښو ته د چمتووالي سرچینې نه لري.

اغلې پارک پر نړۍوالو غږ کړی چې افغانستان هېر نه کړي او د خپل ملاتړ پر مټ په افغانستان کې د راتلونکو ناورینونو مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 180556

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180556/

جمهور
  https://www.jomhornews.com