۰

د هیواد په ځینو ولایتونو کې له نن څخه تر سه شنبې د واورو اټکل شوی

یکشنبه ۱۲ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۰
د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د هوا پېژندنې د ملي او نړیوالو بنسټونو د وړاندوینو په بنسټ به له یکشنبې تر سه شنبې په هیواد کې په تېره بیا د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې نسبتاً شدیدې واورې او بارانونه وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اټکل له مخې د سیندونو د اوبو د لوړېدو او د سیلابونو د راوتلو احتمال هم شوی دی.

سرچینې ویلي، چې دا اټکل د پنجشیر، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان او کندهار ولایتونو کې تر نورو سیمو زیات شوی دی.

په خبر پاڼه کې د زیانګالو سیمو له خلکو غوښتل شوي چې رود ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او له خطر سره مخ خلکو ته خبرداری ورکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي