طالبان او ازبکستان د سوداګرو لپاره د اوږدمهاله ویزو په ورکولو بحث کړی

12 حوت 1403 ساعت 9:07

د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر د سوداګرو لپاره د اوږدمهاله او څو ځله ننوتلو سوداګریزو ویزو د صادرولو په اړه بحث وکړ.


د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر د سوداګرو لپاره د اوږدمهاله او څو ځله ننوتلو سوداګریزو ویزو د صادرولو په اړه بحث وکړ.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن سهار، یکشنبې (د کب ۱۲مه) په یوه بیان کې وویل چې د دې ډلې او ازبکستان ترمنځ یوه سوداګریزه غونډه د ترمز ښار په سوداګریز کمپلیکس کې د وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لازیز قدرتوف په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د افغانستان په مختلفو اقتصادي سکتورونو کې د ازبکستان پانګونې په څیر موضوعاتو بحث وشو، لکه د حیرتان په بندري ښار کې د اقتصادي-سوداګریز کمپلیکس جوړول، د خوړو تولید او پروسس کول، د چرګانو فارم، د درملو صنعتونه، د سمنټو تولید، ساختماني مواد، باغداري (د پستې باغونه کرل)، او د سبزیجاتو او میوو پروسس چې په بلخ، سمنګان او کندز ولایتونو کې د ۲۰۰ ملیون ډالرو څخه ډیر لومړني ارزښت لري.

په ترمز کې د سیمه ییزو هیوادونو په ګډون د سیمه ییز نندارتون جوړول، په دواړو هیوادونو کې د سوداګریزو کورونو جوړول، ګمرکي همکاري، د محصولاتو معیاري کول، کرنیزه همکاري، د ظرفیت لوړول، د دواړو هیوادونو سوداګرو لپاره د اوږدمهاله او څو ځله سوداګریزو ویزو د صادرولو اسانتیا، او د ترمز سوداګریز کمپلیکس کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د ګډې کمیټې جوړول هغه نور موضوعات وو چې په دې غونډه کې راپورته شول.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 180552

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180552/

جمهور
  https://www.jomhornews.com