۰

تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۴ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

دوشنبه ۶ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۱
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره میاشت کې ۳ زره او ۱۶۰ کورنۍ چې شمېر یې څه باندې ۱۴ زرو ته رسیږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۴ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره میاشت کې ۳ زره او ۱۶۰ کورنۍ چې شمېر یې څه باندې ۱۴ زرو ته رسیږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت د ویاند په خبره، له دغو کسان څه باندې ۱۰ زره او ۶۰۰ یې له ایرانه، شاوخوا ۳ زره او ۳۰۰ له پاکستانه او نږدې ۱۵۰ کسان له ترکیې راستانه شوي دي.

عبدالمطلب حقاني و ویل:« له دې ډلې ۱۰۶۳۸ تنه  له ایران، ۳۳۱۱ تنه له پاکستانه، او ۱۴۶ تنه هم له ترکیې هېواد ته راستانه شوي دي.»
له دې سره سم، پاکستان کې مېشت ځینې افغان کډوال د پاکستاني پولیسو د ناسم چلن او په جبري توګه د ایستلو له دوامه شکایت کوي او له طالبانو او پاکستان غواړي چې ستونزې یې حل کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو وزارت له کوربه هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو په اړه یو اړخیزه پرېکړه ونکړي خو پاکستان تازه اعلان کړی چې ټول افغان کډوال به له دغه هېواده وباسي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي