عزیزي؛ د ۳ میلیارده امارتي درهمو په ارزښت په دوبۍ کې روغتون جوړوي

6 حوت 1403 ساعت 9:26

افغان پانګه وال میرویس عزیزي پر خپله اېکس پاڼه یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې غواړي په متحده عربي اماراتو کې د درې میلیارده امارتي درهمو په ارزښت د خپلې لور فرشتې عزیزي په نوم یو روغتون جوړ کړي.


افغان پانګه وال میرویس عزیزي پر خپله اېکس پاڼه یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې غواړي په متحده عربي اماراتو کې د درې میلیارده امارتي درهمو په ارزښت د خپلې لور فرشتې عزیزي په نوم یو روغتون جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي د دغه روغتون د جوړولو اعلان د یکشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې “د عربي نړۍ د امیدونو معماران” په نامه غونډه کې وکړ.

په دغه غونډه کې د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر، لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن شېخ محمد بن راشد ال مکتوم سربېره د دولت لوړپوړو چارواکو او د اماراتو نورو زرګونو وګړو حضور درلود.

عزیزي ویلي، چې په دغه روغتون کې به د سرطاني ناروغیو د څېړنې مرکز هم شامل وي.

هغه دغه راز ویلي، چې دا طبي کمپلکس به په دې هېواد کې له اړمنو خلکو سره له مرستې سره – سره،‌ په نوره نړۍ کې هم د دېته ورته روغتیایي مرکزونو د جوړولو او پرمختګ ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180426

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180426/

جمهور
  https://www.jomhornews.com