مسوولین: د ملي ارشیف د بیارغونې کار ۴۰ سلنه مخته تللی

6 حوت 1403 ساعت 9:24

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د ملي ارشیف د بیارغونې کار څلویښت سلنه مخته تللی دی.


د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د ملي ارشیف د بیارغونې کار څلویښت سلنه مخته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي ارشیف د ودانۍ د بیارغونې چارې څه باندې دوه میاشتې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري پیل شوې وې او تر اوسه یې څه باندې ۴۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

دغه ودانۍ ۱۳۰ کاله مخکې امیر عبدالرحمان خان خپل زوی امیر حبیب اله خان ته د میلمستون په توګه جوړه کړې وه.

په ملي ارشیف کې پر سرو زرو او لاجوردو تزیین شوې خطي نسخې، تاریخي اسناد او همداراز د پخوانیو چارواکو ځينې وسایل لکه مېز، څوکۍ او نور کاري وسایل ساتل کېږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 180425

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180425/

جمهور
  https://www.jomhornews.com