د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ اعلان وکړ چې تیر کال یې په مرکزي افغانستان کې د کورنیو لپاره ۱۹۰ دایمي سرپناه جوړې کړې.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د دوشنبې په ورځ (د کب ۶ مه) په خپله شین پاڼه کې ولیکل: تیر کال یې په مرکزي سیمو کې ۱۹۰ دایمي سرپناه جوړې کړې.
د دې سازمان چارواکو دا انځور خپور کړ او لیکلي یې دي: نورزی، د څلورو ماشومانو پلار، چې پلان لري په بامیان ولایت کې خپل نوي جوړ شوي کور ته کډه شي.
نوروز وویل: "موږ کور نه درلود. موږ له دې ملاتړ څخه ډېر خوښ یو."
جمهورخبري آژانس