۰

کابل کې د برېښنا د دوو پروژو کارونه پيل شول

یکشنبه ۵ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۸
د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل د بګراميو ولسوالۍ په بتخاک سيمه کې د ۱۸۹ ميګاولټ نوی سب‌سټېشن او له ارغندۍ څخه د بتخاک تر نوي سب‌سټېشن پورې د ۲۲۰ کيلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژو چارې نن پيل کړې.
کابل کې د برېښنا د دوو پروژو کارونه پيل شول
د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل د بګراميو ولسوالۍ په بتخاک سيمه کې د ۱۸۹ ميګاولټ نوی سب‌سټېشن او له ارغندۍ څخه د بتخاک تر نوي سب‌سټېشن پورې د ۲۲۰ کيلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژو چارې نن پيل کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې يادې پروژې د عوفي بهرام شرکت د نږدې ۲۵.۵ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې سره د «جي‌.اس‌.پي»، «ام‌.بي‌.آر‌.سي‌.سي» او «نوينسيميا» شرکتونو لخوا پلې کېږي، چې په ګټې اخيستنې سره به يې د ترکمنستان د ۵۰۰ کيلوولټ مزي له لارې د کابل ښاريانو د برېښنا ستونزې تر ډېره بریده حل او استوګنيز، سوداګريز او صنعتي پېرودونکي به له دوامداره او ډاډمنې برېښنا څخه برخمن شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي