پاکستان د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل لپاره د کړنلارې جوړېدو غوښتنه کړې

1 حوت 1403 ساعت 9:25

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار د افغانستان د سرپرست حکومت او د نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د تعریف په موخه د یوې پراخې او جامع کړنلارې پر جوړېدو ټینګار کړی دی.


د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار د افغانستان د سرپرست حکومت او د نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د تعریف په موخه د یوې پراخې او جامع کړنلارې پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ډار په نیویارک کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له استازو سره په کتنه کې ویلي، دغه کړنلار کولای شي چې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د عادي کولو څرنګوالی مشخص کړي.

د نوموړي په وینا، دا کړنلار کولای شي د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ شته ستونزې حل کړي.

د پاکستان د لومړی وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دې هکله ویلي:«پاکستان په دې باور دی نړۍواله ټولنه باید یوه داسې جامع سټراټېژي غوره کړي، چې د افغانستان د لنډمهالي حکومت له لوري له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي په ګډون ترسره کېدونکي اقدامات او دغه‌راز هغه ګامونه په‌کې شامل وي، چې نړۍواله ټولنه یې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د ودې او له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره پورته کولای شي، مشخص کړي.»

اسحاق ډار دغه‌راز د افغانستان د اقتصاد د بیا احیا او د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180317

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180317/

جمهور
  https://www.jomhornews.com