ګلفوډ نندارتون؛ افغان کرنیز محصولات او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي

1 حوت 1403 ساعت 9:15

په دوبۍ کې د «ګلفوډ» نړیوال نندارتون چې د ۳ ورځو لپاره جوړ شوی د افغانستان په ګډون پکې د بېلابېلو هېوادونو، خوراکي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.


په دوبۍ کې د «ګلفوډ» نړیوال نندارتون چې د ۳ ورځو لپاره جوړ شوی د افغانستان په ګډون پکې د بېلابېلو هېوادونو، خوراکي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، وچې او تازه مېوې، زعفران او د افغانستان تولید شوې غیرالکولي څښاک د دغه نندارتون په لسو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

یوشمېر افغانان چې په دغه نندارتون کې یې د افغانستان کرنیز محصولات او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي، وايي چې دغه نندارتون نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو د لار موندنې لپاره یو لوی فرصت دی.

د «ګلفوډ» نندارتون د نړۍ د خوړکي او څښاکي توکو د صنعت تر ټولو ستر نندارتون دی له ۱۹۸۷ زېږدیز کال راهیسې هر کال په دوبۍ کې جوړېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180312

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180312/

جمهور
  https://www.jomhornews.com