چمپینز ټرافي؛ د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ نن لومړۍ لوبه ترسره کیږي

1 حوت 1403 ساعت 9:12

ټاکل شوې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د چمپینز ټرافي کرکټ سیالیو لومړۍ لوبه د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په کراچۍ ښار کې پیل شي.


ټاکل شوې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د چمپینز ټرافي کرکټ سیالیو لومړۍ لوبه د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په کراچۍ ښار کې پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په داسې حال کې چې په دې سیالیو کې افغانستان د لومړي ځل لپاره برخه اخلي، او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په بي ګروپ کې سیالۍ ترسره کړي.

د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې او دویمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.

د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل چې پاکستان ته ولاړ شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180310

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180310/

جمهور
  https://www.jomhornews.com