افغان او ایراني لوري د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره ناسته کړې

27 دلو 1403 ساعت 8:44

د فراه په شيخ ابو نصر فراهي بندر کې د سوداګريزو ستونزو د حل او د سړک د رغنيزو چارو د چټکتیا لپاره ګډه ناسته شوې ده.


د فراه په شيخ ابو نصر فراهي بندر کې د سوداګريزو ستونزو د حل او د سړک د رغنيزو چارو د چټکتیا لپاره ګډه ناسته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ناسته کې د ایران او افغانستان چارواکو د سړک د رغنيزو چارو د ځنډ د حل لپاره د ګډې کمېټې د جوړېدو پرېکړه کړې. ایراني چارواکو د سړک د رغولو د چټکتیا ډاډ ورکړی.

په کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې افغانستان ایران ته تر ۵۰ میلیونه ډالرو زیات صادرات لري او هېواد یې له افغانستان سره اوږدمهاله همکاریو ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180178

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180178/

جمهور
  https://www.jomhornews.com