د طالبانو د اقتصاد وزارت د واخان دهلېز پروژې پر وړاندې د امنیتي او اقتصادي ستونزو په هکله د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور رد کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي چې، افغانستان، چین او د سیمې هېوادونه د دغې پروژې د پرمختګ لپاره سیاسي او اقتصادي هوډ لري او د دغې پروژې پر وړاندې هېڅ امنیتي ننګونه نشته.
نظري زیاته کړې«د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د افغانستان د انزوا، د امنیتي ګواښونو د شتون په تړاو د واشنګټن پوسټ وروستۍ راپور په کلکه ردوي، د واخان دهلیز کولای شي چې، افغانستان د سوداګرۍ په قطب او د ټرانزیټ او د سیمې د نښلون په مرکز بدل کړي. د پروژې د اکمال لپاره په افغانستان، چین او د سیمې په هېوادونو کې سیاسي او اقتصادي اراده شته ده.»
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې لیکلي چې، طالبان هڅه کوي، د واخان دهلېز د یوه نړۍوال سوداګریز مرکز په توګه جوړ کړي او افغانستان له چین سره ونښلوي.
په راپور کې د واخان دهلیز د جوړونې بېلابېلو اړخونو ته کتنه شوې؛ خو دا پروژه د بودیجې د کمښت، امنیتي اندېښنو او سیاسي انزوا په څېر ستونزو سره مخ بلل شوې ده.
واشنګټن پوسټ د سپوږمکۍ د تصویرونو له مخې، ویلي چې، له اوو میاشتو راهیسې د دې پروژې نوې رغنیزې چارې نهدي ترسره شوي او د سړک بشپړه شوې برخه د چین له پولې سره نیم مایل واټن لري.
جمهورخبري آژانس