بلخ کې یوې مېرمنې ۳٠ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده

16 دلو 1403 ساعت 8:45

په بلخ ولایت کې یوې مېرمنې د خیاطۍ د ورکشاپ په جوړولو سره ۳۰ نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.


په بلخ ولایت کې یوې مېرمنې د خیاطۍ د ورکشاپ په جوړولو سره ۳۰ نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا مېرمنه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د سوداګرو ښځو د محصولاتو د پلور لپاره شرایط برابر کړي.

په ورته وخت کې، د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي په سوداګرۍ برخه کې، د ښځو پر ملاتړ ټینګار کوي. په بلخ کې سوداګرې ښځې په مختلفو سکټورونو کې کار کوي.

دوی ټینګار کوي، چې که چیرې دوی له مسوولو ادارو څخه بشپړ ملاتړ ترلاسه کړي، نو دوی به د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو سربېره بهر ته هم صادرات پيل کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179928

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179928/

جمهور
  https://www.jomhornews.com