ننګرهار کې د ۷ چکډېمونو جوړولو چارې پيل شوې

16 دلو 1403 ساعت 8:43

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې یاد ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېمونه جوړېږي.


د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې یاد ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېمونه جوړېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدولي محسن وایي چې دغه چکډېومونه به د یاد ولایت په اوو ولسوالیو کې جوړ شي.

ورته مهال د کرنې وزارت د اوبولګولو رییس معاذالله بیا وايي چې د هېواد ټولو ولسوالیو کې د اوبوذخیره کولو، سېلابونو مخنیوي، چینو او کاریزونو تاندولو لپاره یو-یو چکډېم جوړوي.

د نوموړي په وینا، په ځینو ولایتونو کې د چکډېمونو د جوړېدو چارې بشپړې او د ځینو نورو کارونه اوس پیل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179927

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179927/

جمهور
  https://www.jomhornews.com