له هراته بهر ته د ۲۴ میلیونه ډالرو په ارزښت پسته صادر شوې

16 دلو 1403 ساعت 8:40

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي چې له دغه ولایت د پستې صادرات ۲۰ سلنه زیات شوي دي.


د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي چې له دغه ولایت د پستې صادرات ۲۰ سلنه زیات شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي امر محمدیوسف امین ویلي، چې د وروستیو نهو میاشتو پرمهال له دغه ولایت د ۲۴ میلیونه او ۶۷۶زره ډالرو په ارزښت پسته بهر ته صادره شوې ده.

د نوموړي په وینا، د صادراتو یادې کچې ته په کتو د تېرکال په پرتله ۲۰ سلنه لوړوالی ښيي. هغه ویلي، چې تېرکال د ۲۰ میلیونه او ۳۸۲زره ډالرو په ارزښت بهر ته له دغه ولایت پسته صادره شوې.

د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه امر محمدیوسف امین همداراز ټينګار وکړ چې د وروستیو نهو میاشتو پرمهال د ۱۱۹ میلیونه او ۳۲زره امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179925

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179925/

جمهور
  https://www.jomhornews.com