راپورونه وايي، د افغانستان پلازمېنه کابل ښار کې د یوناما په یوه دفتر کې ډزې شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او بل ټپي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د سلواغې ۱۵ مه له ماسپښين وروسته رامنځ ته شوې خو تر اوسه یې په اړه کره معلومات نه دي شوي.
یوناما یوازې دومره ویلي چې ډزې شوې او له امله یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
یوناما دا هم زیاته کړې، چې ډزې د یوه طالب سرتېري له خوا شوې دي.
تر اوسه دا نه ده معلومه، چې وژل شوی او ټپي کسان د یوناما کارکوونکي دي او که طالبان.
جمهورخبري آژانس