ډبلیو ایف پي: د وچکالۍ له کبله ډېری کلي په کنډوالو بدل شوي

15 دلو 1403 ساعت 9:24

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشرې حسیاوو وي لي پرون د ډبلیو ایف پي افغانستان څانګې په ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د وچکالیو د اثراتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.


د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشرې حسیاوو وي لي پرون د ډبلیو ایف پي افغانستان څانګې په ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د وچکالیو د اثراتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړې ویلي چې ګڼو افغانانو خپل کلي د اوبو د نشتوالي او وچکالۍ په سبب پرېښي او په هېواد کې دننه نورو سیمو ته کډه شوي یا له هېواده وتلي دي.

هغې ویلي تر ټولو زیانګالي خلک لا هم په دې سیمو کې پاتې دي چې نورو سیمو ته د تلو وس نه لري.

د ډبلیو ایف پي دې مشرې ویلي چې ملګري ملتونه او همکارې موسسې یې دغو زیانګالو خلکو ته د پاکو اوبو او خوړو د برابرولو هڅه کوي.

افغانستان د نړۍ له هغو ۱۰ هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونو له کبله اغېزمن شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179897

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179897/

جمهور
  https://www.jomhornews.com