۰

ډبلیو ایف پي: د وچکالۍ له کبله ډېری کلي په کنډوالو بدل شوي

دوشنبه ۱۵ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۴
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشرې حسیاوو وي لي پرون د ډبلیو ایف پي افغانستان څانګې په ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د وچکالیو د اثراتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
ډبلیو ایف پي: د وچکالۍ له کبله ډېری کلي په کنډوالو بدل شوي
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشرې حسیاوو وي لي پرون د ډبلیو ایف پي افغانستان څانګې په ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د وچکالیو د اثراتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې ویلي چې ګڼو افغانانو خپل کلي د اوبو د نشتوالي او وچکالۍ په سبب پرېښي او په هېواد کې دننه نورو سیمو ته کډه شوي یا له هېواده وتلي دي.

هغې ویلي تر ټولو زیانګالي خلک لا هم په دې سیمو کې پاتې دي چې نورو سیمو ته د تلو وس نه لري.

د ډبلیو ایف پي دې مشرې ویلي چې ملګري ملتونه او همکارې موسسې یې دغو زیانګالو خلکو ته د پاکو اوبو او خوړو د برابرولو هڅه کوي.

افغانستان د نړۍ له هغو ۱۰ هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونو له کبله اغېزمن شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي