۰

جنوبي کوریا د افغانستان خلکو سره ۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه

دوشنبه ۱۵ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۲
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) اعلان وکړ چې سویلي کوریا په ټول هیواد کې د بې ځایه شویو افغان اتباعو، راستنیدونکو او زیان منونکو کوربه ټولنو سره د مرستې لپاره درې ملیون ډالر مرسته کړې ده.
جنوبي کوریا د افغانستان خلکو سره ۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) اعلان وکړ چې سویلي کوریا په ټول هیواد کې د بې ځایه شویو افغان اتباعو، راستنیدونکو او زیان منونکو کوربه ټولنو سره د مرستې لپاره درې ملیون ډالر مرسته کړې ده.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۳) په یوه بیان کې وویل چې سویلي کوریا د افغانستان خلکو ته ۳ ملیون ډالر مرسته کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې د لسیزو جګړو، د پرله پسې طبیعي او اقلیمي پیښو لکه زلزلې، سیلابونو او سخت ژمي سره یوځای، زرګونه کورنۍ بې ځایه کړې دي، چې دوی یې په ناامنه یا لنډمهاله سرپناهونو کې ژوند کولو ته اړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، دې بحران د خلکو په رواني او ټولنیز روغتیا باندې سخته اغیزه کړې ده، چې له نیمایي څخه ډیر نفوس یې له رواني او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

د سازمان په وینا، د دې نوي تمویل سره به د شاوخوا ۴۰۰ کورنیو لپاره دایمي سرپناه جوړه شي، چې په کې وروستي راستانه شوي کسان هم شامل دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي