د طالبانو ډلې اعلان وکړ چې د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکتورونو د ۴.۵ ملیون ډالرو څخه زیاتو ارزښت سوداګریزو قراردادونو لاسلیک کړی دی.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د ژمني طالبانو تر کنټرول لاندې د هیواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت (دلو ۱۴) په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۴.۵ ملیون ډالرو په ارزښت سوداګریز قراردادونه لاسلیک شوي دي.
طالبانو ویلي چې سره له دې چې له ازبکستان سره ښې او صمیمانه اړیکې لري، خو په اقتصادي برخه کې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده چې باید ترې ګټه پورته شي.
جمهورخبري آژانس