طالبانو په بامیان کې درې بهرني سیلانیان نیولي دي

14 دلو 1403 ساعت 15:42

طالبانو د بامیان ولایت د یکه والنګ ولسوالۍ څخه درې بهرني سیلانیان، د هغوی د ژباړونکي او موټر چلوونکي سره یوځای نیول دي.


طالبانو د بامیان ولایت د یکه والنګ ولسوالۍ څخه درې بهرني سیلانیان، د هغوی د ژباړونکي او موټر چلوونکي سره یوځای نیول دي.

د بامیان ولایت د یکه والنګ ولسوالۍ سیمه ییزو سرچینو جمهور خبري اژانس ته وویل: طالبانو له دې ولسوالۍ څخه دوه ښځې او یو نارینه نیولي دي. یو سړی او ښځه چې ځانونه یې د میړه او ښځې په توګه معرفي کړي، د افغانستان شناختي کارډونه لري، خو د دوی د زیږون په سندونو کې سریلانکا او سینګاپور د دوی د زیږون ځایونه ښودل شوي دي، او یوه بله ښځه د امریکا پاسپورټ لري خو د چین تابعیت لري.

د سرچینې په وینا؛ دا کسان د تېرې شنبې په ورځ، د فبروري په ۱۳مه، د یکاولنګ ولسوالۍ د زرین سیمې څخه ونیول شول، او د طالبانو استخباراتو دوی د بامیان مرکز ته انتقال کړل.

د بامیانو په بازار کې څو بهرني سیلانیان او د هغوی افغان موټر چلوونکي پخوا هم وژل شوي وو، چې داعش یې مسؤلیت په غاړه واخیست، خو طالبانو د دوی په وژنه کې د لاس لرلو په تور درې شیعه هزاره وګړي ونیول.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 179876

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179876/

جمهور
  https://www.jomhornews.com