پاکستان؛ بلوچستان ایالت کې ۲۱ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

14 دلو 1403 ساعت 8:31

د راپورونو له مخې د پاکستان په بلوچستان ایالت ۱۸ پاکستاني عسکر د وسله‌والو په یوه کمین کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.


د راپورونو له مخې د پاکستان په بلوچستان ایالت ۱۸ پاکستاني عسکر د وسله‌والو په یوه کمین کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پولیسو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، چې شاوخوا ۸۰ وسله‌والو د بلوچستان ایالت منګوچار ښار ته نږدې د سرحدي ملیشه ځواکونو پر یو موټر برید وکړ.

د هغه په خبره د سیمه ایزو سرچینو د معلوماتو په اساس په دې برید کې ۱۷ مسافر او یو نیمه پوځي چې د دوی مرستې ته راغلی و ووژل شول.

دې سرچینې زیاته کړه چې په برید کې درې ملېشه عسکر سخت ټپیان شوي هم دي او دوه نور له سیمې روغ تښتېدلي دي. خو د پاکستان پوځ په یوه خپاره کړي بیان کې د ۱۸ نیمه‌ پوځي عسکرو وژل کېدل تائید کړي دي.

په بیان کې راغلي چې په دې برید کې ۱۲ وسله‌وال د امنیتي‌ ځواکونو او پولیسو په ځوابي‌ ډزو کې وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179863

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179863/

جمهور
  https://www.jomhornews.com