د کابل-کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسان مړه او ټپیان شوي دي

13 دلو 1403 ساعت 9:07

د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د کابل-کندهار په لویه لاره په یوه ترافیکي پیښه کې د یوه ماشوم په ګډون ۸ کسان مړه او ټپیان شوي دي.


 د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د کابل-کندهار په لویه لاره په یوه ترافیکي پیښه کې د یوه ماشوم په ګډون ۸ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د غزني ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي نن سهار، د سلواغې ۱۳مه، وویل چې دا پیښه د جمعې په ورځ، د کابل-کندهار په لویه لاره د مقر ولسوالي د لړمې په سیمه کې له غرمې مخکې رامنځته شوه.

طالبانو ویلي چې دا پېښه د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده، او د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي وه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179838

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179838/

جمهور
  https://www.jomhornews.com