د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د کابل-کندهار په لویه لاره په یوه ترافیکي پیښه کې د یوه ماشوم په ګډون ۸ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د غزني ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي نن سهار، د سلواغې ۱۳مه، وویل چې دا پیښه د جمعې په ورځ، د کابل-کندهار په لویه لاره د مقر ولسوالي د لړمې په سیمه کې له غرمې مخکې رامنځته شوه.
طالبانو ویلي چې دا پېښه د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده، او د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي وه.
جمهورخبري آژانس