د ناروې د کډوالو د شورا رییس یان اېګلېنډ له یوې فرانسوي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې نړیوالې ټولنې د افغانستان خلک هېر کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یان اېګلېنډ ټینګار کړی، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نړیوالې ټولنې افغانان له پامه غورځولي او یوازې محدود شمېر اروپايي استازو دغه هېواد ته سفر کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اروپايي هېوادونو ډیپلوماټان او چارواکي باید کابل او کندهار ته سفر وکړي او د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.
د ناروې د کډوالو د شورا رییس، یان اېګلېنډ ویلي: «نورپه پاریس، کوپنهاګ یا اوسلو کې د غونډو جوړېدو ته اړتیا نشته. افغان ښځې دې ته اړتیا لري چې موږ په افغانستان کې له هغوی سره تعامل وکړو او د هغوی د حقونو لپاره مبارزه وکړو.»
څه موده وړاندې یان اېګلېنډ افغانستان ته راغلي و او ویلي وو، چې زدهکړه د نجونو او هلکانو لپاره مهمه ده او په دې تړاو یې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې کړي دي.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور یوه برخه کې لیکلي: «وروستي معلومات ښيي، چې ۸۰ سلنه افغان ښځې په بې وزلۍ کې ژوند کوي، لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې ښوونځي ته نه ځي، او په کاري ځواک کې د ښځو ونډه یوازې ۴.۸ سلنه ده.»
جمهورخبري آژانس