له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو د محدودېدو په لړ کې، د امریکا یوې جمهوري پالې سناتورې د ملګرو ملتونو له لارې د امریکا کېدونکو مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د مخنیوي لپاره یوه لایحه وړانډیزکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې لایحې لمخې، د امریکا مرستې یوازې هغه مهال د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته لېږل کېدای شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تضمین ورکړي، چې د واشنګټن نغدې مرستې به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په کڅوړو کې افغانستان ته نه لېږل کېږي.
امریکایۍ سناتوره، شېلې مور کاپيټو ویلي: « د امریکا سنا ته مو یوه داسې طرحه وړاندې کړې، چې له مخې یې د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته د امریکا مرستې به د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په ډاډ ورکولو پورې مشروطې وي. د دې طرحې پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید کانګرس ته ډاډ ورکړي چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو برخه نه ګرځي او دا مالي سرچینې د « د ترهګرو ډلو» لاسته نه لوېږي.»
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې امریکا هر کال افغانستان ته میلیاردونه ډالر ورکوي او دا مرستې باید له اسلامي امارته د تجهیزاتو په بېرته اخیستو پورې مشروطې وي.
جمهورخبري آژانس