۰

اوچا: روان کال افغانستان کې د مرستې لپاره ۲۶۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو

شنبی ۱۳ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۰
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا خبر ورکړی، چې روان ۲۰۲۵ کال یې شریکان په افغانستان کې اوبو، حفظ الصحې او روغتیايي خدماتو ته د لومړیتوب ورکولو لپاره ۲۶۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري خو تر اوسه پورې یې یوازې ۸،۴ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اوچا د افغانستان څانګې پر په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ۳۹ سلنه کورنۍ د اوبو د سرچینو د وچیدو له امله د اوبو له کمښت سره مخامخ دي، ۲۳ سلنه یې د اوبو په غیر اصلاح شویو سرچینو تکیه کوي او ۲۸ سلنه کورنۍ هم غیر اصلاح شوي تشنابونه کاروي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي