۰

ننګرهار او لغمان؛ د ترافیکي پېښو له کبله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۱۳ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۸
په ننګرهار او لغمان کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له کبله دوه کسانو خپل ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.
ننګرهار او لغمان؛ د ترافیکي پېښو له کبله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په ننګرهار او لغمان کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له کبله دوه کسانو خپل ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې د تورخم-جلال اباد پر لویه لار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «څلورم فارم» سیمه کې یو ویکسار ډول موټر یو ماشوم وهلی، چې له امله یې یاد ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه په خبره یاده ترافیکي پېښه د موټرچلوونکي د ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دغه راز د لغمان امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د قرغیو ولسوالۍ اړوند «مشه خېلو» سیمه کې یو الټو ډوله موټر د ګړندي تګ له کبله د برېښنا له یوې پایې سره ټکر کړی، چې پرمهال یې یو تن مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په ټپيانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي