۰

برېښنا شرکت: د ۵۵۰ مېګاواټه برېښنا په ظرفیت سره ۱۳ لویې پروژې پرانیستل کیږي

شنبی ۱۳ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۴
د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې په نږدې راتلونکې کې به د ۵۵۰ مېګاواټه برېښنا په ظرفیت سره ۱۳ لویې پروژې پرانیستل شي.
برېښنا شرکت: د ۵۵۰ مېګاواټه برېښنا په ظرفیت سره ۱۳ لویې پروژې پرانیستل کیږي
د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې په نږدې راتلونکې کې به د ۵۵۰ مېګاواټه برېښنا په ظرفیت سره ۱۳ لویې پروژې پرانیستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېښنا شرکت مسوولینو د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې د نړۍ هېوادونه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د برېښنا د تولید په برخه کې میلیاردونه ډالر ورکوي، خو پر افغانستان حتا بشري مرستې پرې کوي.

دوی زیاتوي چې  هېوادوالو ته به د ډاډمنې، پاکې او منظمې برېښنا د برابرولو په موخه برېښنا شرکت په ۱۳ لویو پروژو چې په نږدې راتلونکې کې به پرانیستل شي کار کوي.

د برېښنا شرکت د مسوولینو په خبره، د کابل په شمال کې د نوي ۱۵ کیلو ولټه سب سټېشن په پرانېستل کېدو سره به ۲۵ زره کسان له برېښنا برخمن شي او نوی غځول شوی مزی د لسو ترانسفرمرونو په نصبولو سره تنظیم شوی چې د ۱۳ نورو هغو د تنظیم چارې هم روانې دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي