۰

کام ایر هوايي شرکت له کابل څخه خوست ته الوتنې پيل کړې

شنبی ۱۳ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۰
پرون له پلازمېنې کابل څخه د خوست نړیوال هوایي ډګر ته د کام ایر هوایي شرکت له لوري لومړنی مستقيم پرواز ترسره شو.
کام ایر هوايي شرکت له کابل څخه خوست ته الوتنې پيل کړې
پرون له پلازمېنې کابل څخه د خوست نړیوال هوایي ډګر ته د کام ایر هوایي شرکت له لوري لومړنی مستقيم پرواز ترسره شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کام ایر هوايي شرکت څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د داخلي پروازونو په ترڅ کې به هره اونۍ دوه پروازونه د کابل او خوست ترمنځ ترسره کوي.

ياد پروازونه به هره پنجشنبه له کابل څخه خوست ته او هره جمعه له خوست څخه کابل ته، همدا راز هره يکشنبه له کابل څخه خوست ته او هره دوشنبه له خوست څخه کابل ته ترسره کېږي. د یاد شرکت له لوري د ټکټ بیه ۵۰ ډالره ټاکل شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي