لغمان کې د ۱۷ کیلو متره سړک د بیا رغولو چارې پیل شوې

11 دلو 1403 ساعت 8:24

د لغمان ولایت ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت بادپښ ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې دي.


د لغمان ولایت ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت بادپښ ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه سړک د ۱۷ کیلو متره په اوږدوالي د ۴میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت بیا رغول کېږي.

د یادولو وړ ده، چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي د سړک د بیا رغونې د پروژې له پیل څخه خوښ دي او له سیمه ییز مسوولینو د ورته نورو رغنیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179809

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179809/

جمهور
  https://www.jomhornews.com