۰

ډبلیو ایف پي: روان ژمي کې به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ شي

چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۴
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د افغانستان څانګې مشرې هسیئو وي لي له رویټرز خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي چې په روان ژمي کې به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ شي.
ډبلیو ایف پي: روان ژمي کې به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ شي
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د افغانستان څانګې مشرې هسیئو وي لي له رویټرز خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي چې په روان ژمي کې به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې زیاته کړې چې اوس مهال ډېری افغانان یوازې په وچه ډوډۍ او چای  ژوند کوي. هغې ټینګار کړی چې له افغانستان سره د مرستو هر ډول احتمالي کمښت د اندېښنې وړ دی.

نوموړې ویلي چې د خوړو د ناامنۍ په برخه کې له محدودو پرمختګونو سره سره د افغانستان درېیمه برخه نفوس، چې شاوخوا ۱۵ میلیونه کېږي، د لوږې له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرائیوي فرمان صادر کړ ، چې له مخې یې د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډېدې او افغانستان هم د دغه فرمان برخه دی.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي