اوچا: تېر کال ۱.۴ میلیونه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي

10 دلو 1403 ساعت 11:12

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه نیولې تر ډسمبر پورې له ایران او پاکستانه ۱.۴ میلیون افغانان هیواد ته راستانه شوي دي.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه نیولې تر ډسمبر پورې له ایران او پاکستانه ۱.۴ میلیون افغانان هیواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په راپور کې ویل شوي چې دا شمیر افغانان د خوندیتوب د خطرونو، د روغتیا او زده کړوپه برخو کې د محدودیتونو، د ژوند د محدودو فرصتونو، حقوقي او د اسنادو له امله بېرته افغانستان ته راغلي.

په دې راپور کې ویل شوي چې تېر کال ۱.۴ میلیون افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي چې “له ایران څخه ۱.۲ میلیون او د پاکستان څخه ۱۳۶.۸ زره” کسان په کې شامل دي.

د اوچا له دې راپور وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان له ایران څخه افغانستان ته په جبري او خپله خوښه د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر د دوام خبر ورکړی وو او ویلي وو چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې ۱.۲ میلیونه افغان کډول له دغه هیواد څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 179784

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179784/

جمهور
  https://www.jomhornews.com