۰

اوچا: تېر کال ۱.۴ میلیونه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي

چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۲
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه نیولې تر ډسمبر پورې له ایران او پاکستانه ۱.۴ میلیون افغانان هیواد ته راستانه شوي دي.
اوچا: تېر کال ۱.۴ میلیونه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه نیولې تر ډسمبر پورې له ایران او پاکستانه ۱.۴ میلیون افغانان هیواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په راپور کې ویل شوي چې دا شمیر افغانان د خوندیتوب د خطرونو، د روغتیا او زده کړوپه برخو کې د محدودیتونو، د ژوند د محدودو فرصتونو، حقوقي او د اسنادو له امله بېرته افغانستان ته راغلي.

په دې راپور کې ویل شوي چې تېر کال ۱.۴ میلیون افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي چې “له ایران څخه ۱.۲ میلیون او د پاکستان څخه ۱۳۶.۸ زره” کسان په کې شامل دي.

د اوچا له دې راپور وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان له ایران څخه افغانستان ته په جبري او خپله خوښه د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر د دوام خبر ورکړی وو او ویلي وو چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې ۱.۲ میلیونه افغان کډول له دغه هیواد څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي