۰

طالبانو او اذربایجان د سوداګرۍ او اقتصادي تبادلو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې

چهارشنبه ۳ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۵
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د اذربایجان له سفیر سره وکتل او د سوداګرۍ او اقتصادي تبادلو د زیاتوالي په اړه یې خبرې وکړې.
طالبانو او اذربایجان د سوداګرۍ او اقتصادي تبادلو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د اذربایجان له سفیر سره وکتل او د سوداګرۍ او اقتصادي تبادلو د زیاتوالي په اړه یې خبرې وکړې.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن چهارشنبه (د سلواغې ۳ مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي چې د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره ولیدل.

دواړو خواوو د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ په ګڼو غونډو کې د شویو ژمنو د پلي کولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي، په اذربایجان او افغانستان کې د دواړو هېوادونو د محصولاتو او تولیداتو د نندارتونونو د جوړولو، د اذربایجاني سوداګرو او پانګوالو سره د افغانستان د پانګونې فرصتونو د شریکولو په اړه بحث وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې د دې غونډې په پای کې، د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره؛ د دواړو هېوادونو د صادراتي توکو د لیست شریکولو، په اذربایجان جمهوریت کې د افغان محصولاتو او تولیداتو نندارتون جوړولو او د لا همغږۍ او اړیکو لپاره د څلورو کسیز ټیم معرفي کولو موافقه وشوه.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي