طالبان، افغانستان ته د مېلیاردونو ډالرو د مرستو د لېږد په تړاو، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې، سرپرست حکومت پر بهرنیو مرستو تکیه او تړلی نهدی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اقتصاد وزارت مسلکي معین ویلي، دغه ګواښونه د سرپرست حکومت پر پرېکړو کومه اغېزه نهشي کولای.
عبداللطیف نظري ویلي، اسلامي امارت په ټولو اړخونو کې، په ځانګړې تګه په اقتصادي برخه کې، په بشپړه توګه یو خپلواک نظام دی او هېڅکله پر بهرنیو مرستو متکي نهدی.
دی وايي، دا ډول ګواښونه د اسلامي امارت د پرېکړه کولو پر سیاست هېڅ ډول اغېزه نهشي کولای.
تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کې وویل چې، په افغانستان کې پاتې امریکایي پوځي تجهیزات به بېرته واخلي.
ټرمپ زیاته کړه چې، امریکا هر کال له افغانستان سره په مېلیاردونه ډالره مرسته کوي او دا مرسته باید له اسلامي امارته د امریکا د پوځي تجهیزاتو په بېرته اخیستو پورې مشروطه وي.
جمهورخبري آژانس