هرات کې د سوسیس کارخونه په ورځني ډول ۱۰ ټنه سوسیس تولیدوي

2 دلو 1403 ساعت 8:39

د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د سوسیس یوه تولیدي کاروخونه په ورځني ډول ۱۰ ټنه سوسیس تولیدوي.


د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د سوسیس یوه تولیدي کاروخونه په ورځني ډول ۱۰ ټنه سوسیس تولیدوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې کارخونې مسوولین وایي، چې په دې کارخونه یې ۲ میلیونه ډالر پانګونه کړې او دغه راز په کې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د مسوولینو په خبره دغه کارخونه ۱۲ ډوله محصولات لري، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پلورل کېږي او په نژدې راتلونکي کې به د لبنیاتو تولید برخه هم فعاله کړي.

په ورته وخت کې د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې سرپرست حکومت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د ورته بهرنیو توکو واردات محدود او تعرفې یې پرې لوړې کړې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179599

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179599/

جمهور
  https://www.jomhornews.com