وانګ يي:

چین او افغانستان ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې يې ټينګې کړې دي

2 دلو 1403 ساعت 8:36

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزير وانګ يي او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي د جنورۍ په شلمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰ مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه استولي دي.


د چين د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزير وانګ يي او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي د جنورۍ په شلمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰ مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه استولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وانګ يي په خپل پیغام کې ليکلي، چين او افغانستان دوديز او دوست ګاونډي هېوادونه دي او ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې يې ټينګې کړې دي.

نوموړي ویلي، چين تل له افغانستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له ټولو افغانانو سره د دوستۍ پر تګلارې ټينګار لري. نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستان څخه ملاتړ کوي، چې ژر پر ځان بسيا شي، سوله، ټيکاو او سمسورتيا رامنځته شي.

وانګ یي دغه راز وایي، زه غواړم له ښاغلي متقي سره ګډ کار وکړم او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ۷۰ مې کليزې له فرصته ګټې واخلو، د دواړو خواوو موافقې ښې عملي کړو او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته دوامدار پرمختګ ورکړو.

امير خان متقي په خپل پيغام کې ليکلي چې له اوږدې مودې راهیسې چې سيمه ييز او نړيوال وضعيت هر ډول بدل شوی، چين او افغانستان تل د دوستو ګاونډيو هېوادونو په توګه خپلې ډېرې نږدې اړيکې ساتلې دي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان هيله لري، چې د ګډو ګټو پر بنسټ له چين سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړي.

جمهورخبري آژآنس

 


د مطلب کود: 179598

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179598/

جمهور
  https://www.jomhornews.com