۰
وانګ يي:

چین او افغانستان ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې يې ټينګې کړې دي

سی شنبه ۲ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۶
د چين د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزير وانګ يي او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي د جنورۍ په شلمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰ مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه استولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وانګ يي په خپل پیغام کې ليکلي، چين او افغانستان دوديز او دوست ګاونډي هېوادونه دي او ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې يې ټينګې کړې دي.

نوموړي ویلي، چين تل له افغانستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له ټولو افغانانو سره د دوستۍ پر تګلارې ټينګار لري. نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستان څخه ملاتړ کوي، چې ژر پر ځان بسيا شي، سوله، ټيکاو او سمسورتيا رامنځته شي.

وانګ یي دغه راز وایي، زه غواړم له ښاغلي متقي سره ګډ کار وکړم او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ۷۰ مې کليزې له فرصته ګټې واخلو، د دواړو خواوو موافقې ښې عملي کړو او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته دوامدار پرمختګ ورکړو.

امير خان متقي په خپل پيغام کې ليکلي چې له اوږدې مودې راهیسې چې سيمه ييز او نړيوال وضعيت هر ډول بدل شوی، چين او افغانستان تل د دوستو ګاونډيو هېوادونو په توګه خپلې ډېرې نږدې اړيکې ساتلې دي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان هيله لري، چې د ګډو ګټو پر بنسټ له چين سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړي.

جمهورخبري آژآنس

ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي