د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري پرون د دغه وزارت په ستوري ماڼۍ کې د کابل او بیجېنګ ترمنځ د سیاسي اړیکو ۷۰مه کالیزه د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتانو او مسوولینو په شتون کې ونمانځل شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په یاده نمانځغونډه کې د وینا پرمهال وویل چې چين د پخواني شوروي اتحاد او امريکايي اشغال پر وړاندې د افغانانو د مبارزې او جهاد کلک سياسي ملاتړ کړی او اوسمهال هم له سرپرست حکومت سره ښې اړيکې لري.
ستانکزي زیاته کړې، چين هغه ګاونډی دی، چې تر اوسه پورې يې له افغانستان سره هېڅ ډول سرحدي شخړه نه ده رامنځته شوې.
دغه راز په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ په یاده غونډه کې وویل چې چین او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې بې له دې چې د وخت شرایط په نظر کې ونیسي ښې اړیکې پاللې او چین به له افغانستان سره د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس