د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په غزه کې اوربند یې تاریخي بری دی او دا په منځني ختیځ کې د سولې پر لور لومړی ګام دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغه وایي، حکومت به یې پرېنږدي، چې په غزه کې شوې پېښې بیا تکرار شي.
ورته مهال جو بایډن بیا ویلي، چې د تړون په لومړي پړاو کې به د غزې څخه د راتلونکو خوشې کېدونکو بندیانو په ډله کې لږ تر لږه دوه امریکایي وګړي هم شامل وي.
بایډن دارنګه د غزې د اوربند مذاکرات تر ټولو هغو مذاکراتو سخت بللي دي، چې په خپله په کې ښکېل و.
جمهورخبري آژانس