۰

د کابل او ترکیې تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی

دوشنبه ۱ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۵
د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره په کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.
د کابل او ترکیې تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی
د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره په کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرپرست وزیر په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیېګډو مذهبي او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره ویلي، چې سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د بهرنیو اړیکو پراختیا ته ژمن دی.

بلخوا بیا جنګ اونال، افغانستان او ترکیه دوه ورونه هېوادونو بللي او ویلي یې دي، چې د ترکیې ولسمشر تل د افغانستان وضعیت څاري او له سرپرست حکومت سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي