بامیانو کې د درنې واورې ورېدو له امله عمومي لارې تړل شوې

30 جدی 1403 ساعت 8:54

د بامیانو ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د درنې واورې ورېدو له امله د کابل – بامیان لویه لار او د بامیان – غور او بامیان – دایکندي لارې د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې دي.


د بامیانو ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د درنې واورې ورېدو له امله د کابل – بامیان لویه لار او د بامیان – غور او بامیان – دایکندي لارې د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځایي مسوولینو زیاتوي، چې د غور پر لار شاتو کوتل او له دایکندي سره پر پوله قوناق کوتل هم د واورې ورېدو له کبله بند شوي دي.

له دې وړاندې په دایکندي کې د والي رسنیز دفتر هم په یوې خبرپاڼې کې ویلي و چې د درنې واورې ورېدو له کبله د بامیان – دایکندي لار په قوناق کوتل کې د تګ‌راتګ پرمخ بنده شوې ده.

دا یادولو وړ ده چې نن هم د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې  د درنو ورښتونو وړاندوینه شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179532

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179532/

جمهور
  https://www.jomhornews.com