۰

په بدخشان کې د واورې ښوېدنې له امله دوه تنه مړه شوي دي

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۸
د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په دې ولایت کې د واورې ښویېدنې له امله دوه کسان مړه شوي دي.
په بدخشان کې د واورې ښوېدنې له امله دوه تنه مړه شوي دي
د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په دې ولایت کې د واورې ښویېدنې له امله دوه کسان مړه شوي دي.

د جمبور خبري اژانس د راپور له مخې، د بدخشان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار نن یکشنبه (د جدې ۳۰مه) په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې په دې ولایت کې د واورې ښویېدنې له امله دوه کسان مړه شوي دي.

طالبانو ویلي چې د خواهان ولسوالۍ د جارو پایان کلي دوه ځوانان، ۲۲ کلن عبدالحی او ۱۸ کلن سیف الله، پریکړه کړې وه چې د جارو پایان څخه د سفید سنګان کلي ته دوه ورځې واټن په پښو ووهي دوی په واورو کې ګیر شول او مړه شول.

طالبانو ویلي چې د څو ورځو هڅو وروسته، ځايي اوسیدونکي په دې بریالي شول چې د دغو ځوانانو جسدونه له واورې لاندې راوباسي او خپلو کورنیو ته یې وسپاري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي