سږ کال په ترافیکي پیښو کې له ۲۰۰۰ څخه ډیر کسان مړه شوي د

26 جدی 1403 ساعت 15:43

د طالبانو ډلې اعلان کړی چې سږ کال په ترافیکي پیښو کې له دوه زره څخه زیات کسان وژل شوي دي.


د طالبانو ډلې اعلان کړی چې سږ کال په ترافیکي پیښو کې له دوه زره څخه زیات کسان وژل شوي دي.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د ډلې د ترافیکو عمومي ریاست مشر حسیب الله مختار نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۶مه) وویل چې سږ کال د هیواد په لویو لارو کې نږدې ۴۰۰۰ ترافیکي پیښې رامنځته شوي دي، چې له امله یې په دې پیښو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه او ۷۰۰ ټپیان شوي هم دي.

طالبانو ویلي چې په لویو لارو کې د ترافیکو رامنځته کول د دوی د ډلې د غیر حاضر مشر لخوا تصویب شوي او په دې برخه کې به عملي اقدامات ډېر ژر پیل شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179445

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179445/

جمهور
  https://www.jomhornews.com