د کابل په چاودنه کې د یوه قوماندان په ګډون دوه طالب جنګیالي ووژل شول

26 جدی 1403 ساعت 15:30

د مقاومت جبهې د کابل په نوي ښار کې د یوه چاودیدونکي برید مسؤلیت په غاړه واخیست او اعلان یې وکړ چې په برید کې د یو قوماندان په ګډون دوه طالب جنګیالي وژل شوي دي.


د مقاومت جبهې د کابل په نوي ښار کې د یوه چاودیدونکي برید مسؤلیت په غاړه واخیست او اعلان یې وکړ چې په برید کې د یو قوماندان په ګډون دوه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې نن سهار، د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۶مه) په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو پر وړاندې یو هدفمند او پلان شوی برید د لسمې حوزې په مربوطاتو کې د دې ډلې د پوځي څارنوالۍ دفتر په دروازه کې ترسره شو.
سرچینې ویلي، په دغه برید کې دوه وسله وال طالبانو اویو قوماندان ووژل شو او څو نور طالبان ټپیان شول.

تېره شپه، د کابل اوسېدونکو د کابل په نوي ښار کې د حنظله جومات ته نږدې د یوې لویې چاودنې راپور ورکړ.

د یادونې وړ ده چې طالبانو تل د دې ډلې پر وړاندې بریدونه رد کړي او اجازه یې نه ده ورکړې چې د خپلو جنګیالیو وژنه په رسنیو کې خپره شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179440

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179440/

جمهور
  https://www.jomhornews.com