۰

فرنټیکس: اروپا ته نامنظمه کډوالي ۳۸ سلنه کمه شوې

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۰
د اروپا د پولو ساتنې ادارې فرنټیکس خبر ورکړی، چې که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې په مجموعي توګه اروپا ته نامنظمه کډوالي ۳۸ سلنه کمه شوې، خو د افغانستان او سوریې د کډوالو شمېر اوس هم زیات دی.
فرنټیکس: اروپا ته نامنظمه کډوالي ۳۸ سلنه کمه شوې
د اروپا د پولو ساتنې ادارې فرنټیکس خبر ورکړی، چې که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې په مجموعي توګه اروپا ته نامنظمه کډوالي ۳۸ سلنه کمه شوې، خو د افغانستان او سوریې د کډوالو شمېر اوس هم زیات دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فرنټیکس وايي په ۲۰۲۴ کې اروپا ته د نامنظمو کډوالو شمېر ۲۳۹ زرو ته ټیت شوی او لامل یې ددغې ادارې او همکارو سازمانونو له خوا د انساني قاچاق کوونکو ډلو په خلاف سخت دریځ ښودلی دی.

فرنټیکس د مرکزي مدیترانې له لارې د کډوالو په شمېر کې د ۵۹ سلنه کمښت لامل له تونس او لیبیا څخه د تلونکو کډوالو د کښتیو په شمېر کې کموالی ښودلی دی.

نامنظمه کډوالي د اروپا په سیاست کې د پام وړ موضوع ګرځېدلې او د جرمني په ګډون د یو شمېر اروپايي هېوادونو په انتخاباتي مبارزو کې ښي اړخو ګوندونو د کډوالۍ په اړه د سخت دریځ غوره کولو هوډ څرګند کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي