هلمند کې پر زر جریبه ځمکه صنعتي ښارګوټی جوړیږي

26 جدی 1403 ساعت 9:03

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي هلمند ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت له مرستیال والي سره لیدنه کړې.


د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي هلمند ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت له مرستیال والي سره لیدنه کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند د والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي؛ د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري هلمند کې پر زر جریبه ځمکه د صنعتي ښارګوټي جوړولو حکم شوی دی، چې پر بنسټ به یې یاده ځمکه د موقعیت، چاپېریال او شرایطو په پام کي نیولو سره انتخاب او بیا به د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته انتقال کړل شي، ترڅو د یاد ریاست له لوري د طرزالعمل له مخې مستحقو صنعتکارانو ته ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړې، صنعتکاران به ورباندي پانګونه وکړي، خلکو ته به کاري زمینه برابره کړي او اقتصاد به ورسره پیاوړی شي.

د هلمند مرستیال والي د دې ګام تود هرکلی کړی او دا یې د اقتصادي پراختیا او پیاوړتیا برخه کي اغېزمن ګام یاد کړی دی.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 179426

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179426/

جمهور
  https://www.jomhornews.com